CRI Online

اي وو ښار بهرنيانو ته د کاروبار لپاره د پنځه کلن اعتبار د اوسېدو جوازليکونه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 16:25:07

نن سهار (د اګست په ۲۷ مه) د چين د جه جيانګ ولايت د اي وو ښار د عامه امنيت ادارې د وتلو او ننوتلو چارو فرعي څانګې څلورو بهرنيانو ته د کار لپاره د پنځه کلن اعتبار د اوسېدو جوازليکونه ورکړل چې پکې يو افغان، يو پاکستانی، يو اردنی او يو عراقی شامل دي.

ياد افغان قيوم ګل عظيمي نومېږي او ډېر کالونه کېږي چې په اي وو کې سوداګري کوي، نوموړی وايي، نن ډېر خوشحاله يم، ځکه نن په لومړي ځل مې د پنځه کلن اعتبار د اوسېدو جوازليک اخيستی. دا به دلته زما کاروبار ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي او ډېر نور سوداګر به هم دلته راجلب کړي.

د اړوندو معلوماتو له مخې، د روان کال له اګست څخه د چين عامه امنيت وزارت او د کډوالو ادارې په دغه هېواد کې د وتلو او ننوتلو چارو د اسانولو په اړه ۱۲ نوې پاليسۍ تطبيق کړې، له دغو نويو پاليسيو څخه د يوې له مخې هغه بهرنيان په اي وو کې د کار لپاره د پنځه کلن اعتبار د اوسېدو جوازليک غوښتلای شي چې په دغه ښار کې ثابتې دندې لري، د قانون تابع دي ، کريډيټ يې ښه دی، پرله پسې دوه ځله يې د کار لپاره تر يو کال زيات وخت اعتبار د اوسېدو جوازليک اخيستی اوله قانون څخه سرغړونې يې نه دي کړې. په اي وو کې د دغې نوې پاليسۍ له تطبيق وړاندې يوازې لوړپوړو کارپوهانو او ځيني چيني الاصله بهرنيانو ياد ډول جوازليک ترلاسه کولی شو.


ښاغلی قيوم ګل عظيمي د خپل جواز د ترلاسه کولو په حال کې

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای