CRI Online

د پاکستان ولسمشر او صدراعظم په جلا جلا توګه له شو چي ليانګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 17:16:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د اګست په ۲۷مه نېټه په اسلام اباد کې د چين د مرکزي پوځي کمېسيون له مرستيال شو چي ليانګ سره وکتل.

ولسمشر علوي له چين څخه مننه وکړه چې د پاکستان د اصلي ګټو په اړوندو مسئلو کې يې له دې هېواد څخه ملاتړ کړی او ورسره يې مرستې کړې. نوموړي وويل، چې پاکستان به د يو چين پېژندنې پر پاليسۍ ټينګار وکړي او د ختيځ ترکستان غورځنګ په شمول به له ترهګريزو ډلو سره مقابله وکړي او په هېواد کې به د چيني ارګانونو او کارکوونکو امنيت وساتي.

صدراعظم عمران خان له شو چي ليانګ سره په کتنه کې وويل، پاکستان او چين د ګډ برخليک ټولنه لري. پاکستان له چين سره د اقتصادي دهليز د ابادۍ په هڅه کې دی او هيله لري چې په څو اړخيزو او دوه اړخيزو چوکاټونو کې له چين سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي او د دفاعي چارو په شمول په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي، څو له ګډو خطرونو او ننګونو سره مقابله وکړي.

شو چي ليانګ وويل، چين هيله لري چې له پاکستان سره په ګډه د پېچلو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو په اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي، ستراتيژيکي تګ راتګ زيات کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد ټينګ کړي، د دفاعي چارو په اړه د همکارۍ سويه لوړه کړي او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای