CRI Online

افغان سوداګر قيوم ګل عظيمي د چين په يي وو ښار کې د بهرنيانو د اوسېدو پنځه کلن جوازليک تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 19:34:10

د اګست د ۲۷مې نېټې په سهار، د چين د جه جيانګ ولايت د اي وو ښار د عامه امنيت ادارې د بهر تګ او راتګ چارو فرعي څانګې ۴ بهرنيانو ته د کار او اوسېدو پنځه کلن جوازونه ورکړی چې يو پکې افغان سوداګر قيوم ګل عظيمي دی.

ښاغلی عظيمي په ۱۹۹۸ کال کې د سوداګرۍ لپاره يي وو ته راغلی چې هغه په دې ښار کې لومړنی افغان سوداګر و. نوموړي له تېرو ۲۱ کلونو راهيسې په يي وو ښار کې خپل کار و بار پراخ کړی او د قوانينو د مراعاتو او د باوري کاروبار له امله يې ډېر ښه شهرت ګټلی چې د يي وو ښار د حکومت له خوا د نړيوالو سوداګرو کور په نوم د ټولنې د عملي کمېټې د غړي او د (( شو ژي)) په نوم د عمومي او عام المنفعه خدماتو په کلب کې د شاملېدو په شمول يې ځينې افتخاري لقبونه ګټلي. هغه د زړو کسانو د پالنې ځايي مرکز او بېوزلو کورنيو ته د پيسو ورکولو په شمول د خير ښيګڼې په فعاليتونو کې ګډون کړی و.

ښاغلي عظيمي د ۵ کلنې ويزې له تر لاسه کولو وروسته وويل، چې نن ورځ ډېر خوشحاله يم. په يي وو کې دغه نوې تګلاره د دايمي بهرنيو سوداګرو لپاره ډېره ګټوره ده او زموږ د کار او ژوند لپاره لا ښې زمينې برابروي. د يي وو حکومت له دغو تګلارو څخه او ما ته د دې جوازليک له راکولو څخه مننه کوم. يي وو زما دوهم ټاټوبی دی او دلته خلک زما او زما له خپلوانو سره ډېر ښه سلوک لري. په دې ښار کې زيات بهرني سوداګر شته، موږ به د لا زياتو بهرنيو پانګو د جلبولو او د يي وو د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړو.

 

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای