CRI Online

تبصره: امريکايي تصدۍ نه غواړي چې له چين سره چې نړيواله توليدي فابريکه ده، خپلې اړيکې پرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 19:51:25

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د اګست په اته ويشتمه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی (( امريکايي تصدۍ نه غواړي چې له چين سره چې نړيواله توليدي فابريکه ده، خپلې اړيکې پرې کړي)).

په دې تبصره کې راغلي چې امريکايي تصديو د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې ۶ مليارډه او ۸۰۰ مليونه امريکايي ډالره پانګې اګولې چې دا رقم د تېرو دوو کلونو د همدې مودې په پرتله ۱.۵سلنه لوړ شوی. (( ټيسلا)) په شانګهای کې خپل نړيوال توليدي مرکز جوړ کړی او د امريکا د ((باين کپيټال)) صندوق په يو چيني شرکت کې ۵۷۰ مليونه امريکايي ډالره پانګه اچولې. دغو امريکايي تصديو عملاً تاييده کړې چې دوی له چين څخه وتل نه غواړي بلکې په چين کې د پانګو د زياتولو په هڅه کې دي.

په دې تبصره کې ويل شوي چې هيڅ تصدۍ د چين يو مليارډ او څلور سوه مليونه نفوس لرونکی بازار ته سترګې نه پټوي. چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا په رڼا کې د نړيوالې توليدي فابريکې په توګه خپله توليدي سويه لا لوړه کړي او د بهرنيو تصديو لپاره به نور زيات فرصتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای