CRI Online

شي جين پينګ د نويو سفيرانو اعتبار ليکونه ومنل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 10:23:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۸مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ۱۰ هېوادونو د نويو سفيرانو اعتبار ليکونه ومنل.

د همدې ورځې په مازديګر، د مالي لوی سفير ديدير داکو، د لسوتو لوی سفير ليچو دانيل ستيناني، د پاکستان لوی سفير نغمانا اې هاشمي، د قطر لوی سفير محمد اې الدهايمي، د استراليا لوی سفير ګراهام هوغ فليچير، د زيمبابوې لوی سفير مارټين چيدوندو، د ايسونيا لوی سفير اندري اونګا، د ماليزيا لوی سفير راجا نوشيروان، د مالديو لوی سفير اشاص ازيما، د ګيني لوی سفير سارامادي تور په جلا جلا توګه د خلکو لوی تالار ته ورسېدل او په وار سره يې شي جين پينګ ته خپل اعتبار ليکونه ورکړل.

شي جين پينګ د يادو لويو سفيرانو هرکلی وکړ او دې ته يې اشاره وکړه چې چين ستاسو له هېوادونو سره خپلو دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې ستاسو له هېوادونو سره خپلمنځي سياسي اعتماد او همکارۍ ژورې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په ساحه کې ګډ کوښښونه وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي. د چين حکومت به د سفيرانو د کارونو ملاتړ وکړي او تاسو ته به ښه شرايط برابر کړي. هيله لرم چې تاسو د د چين او ستاسو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او اړيکو د پياوړتيا لپاره مثبت رول ولوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای