CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير:هيله من دی چې د پرمختللو وسلو د توليدولو په هکله له هند سره همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 11:02:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اګست په ۲۸مه نېټه وويل چې روسيه او هند هيله لري چې د پوځي تخنيکونو په برخه کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د پرمختللو وسلو توليد پراخ کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې وزير لاوروف په همدې ورځ په مسکو کې د هند د بهرنيو چارو له وزير سوبارامانيام جايشنکار سره وکتل او تر کتنې وروسته يې په يوه خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې.دواړه خواوې همدارنګه غواړي چې په کيهاني چارو،ذروي انرژۍ او نورو عصري تخنيکي برخو کې هم خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزير سوبارامانيام جايشنکار وويل چې د هند او روسيې مشران به د روان کال په سپتمبر کې يو له بل سره خبرې اترې وکړي او نوې همکاريزې ساحې به خپرې کړي. اوس هند د دې لپاره تيارياني نيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای