CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې د زور زياتي پېښو د مخنيوي لپاره د دې سيمې د حکومت له خوا د لازياتو قانوني لارو چارو له کارولو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 11:05:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې مشرې لين جنګ يوعه په دې وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل چې د دې سيمې حکومت او پوليس د زور زياتي پېښې او علمونه نه زغمي، د اوسنيو قوانينو د پلټنې مسئوليت لري او له قانوني لارو چارو د يادو پېښو او عملونو مخنيوی کوي تر څو ټولنيز نظم ژر تر ژره اعاده شي. په دې هکله د هانکانګ عمده عامه افکارو او بېلا بېلو ټولنو وويل چې د زور زياتي پېښو د مخنيوي لپاره د ځايي حکومت له خوا د لارياتو قانوني لارو چارو له کارولو څخه ملاتړ کوي تر څو ټولنيز ثبات اعاده شي.

د هانکانګ د ون هوي ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې اوس په دې سيمه کې د زور زياتي پېښې سختې شوې او ترهګريزې ځانګړتياوې يې پيدا کړې، که امنيتي حالت خراب شي،سخته مرګ ژوبله به رامنځته شي،نو ځايي حکومت بايد سمدلاسه د بېړنيو حالاتو د مقرراتو په شمول قانوني لارې چارې وکاروي تر څو د زور زياتي پېښو مخنيوی کړي او ټولنيز نظم اعاده کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای