CRI Online

د پرچون پلورنې بهرنيو شرکتونو په شانګهای کې خپلې پانګونې زياتې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 11:05:22


د نړۍ مشهورې تصدۍ کوستکو د روانې مياشتې په ۲۷ مه نېټه په شانګهای کې خپل سوپرماکيټ پرانيست، دغه دکان د چين په ستره برخه کې د يادې تصدۍ لومړی دکان دی

د چين په ستره برخه کې کوستکو (Costco) لومړی دکان د اګست په ۲۷مه نېټه په شانګهای کې پرانېستل شو او په همدې ورځ ۱ لک او ۳۰ زرو تنو په دې دکان کې د ځانګړو غړو په توګه خپل نومونه ثبت کړي دي چې په دې سره ياد شرکت خپل پخوانی ريکارډ مات کړ. د کوستکو شرکت سهامي بيه هم په دې رڼا کې لوړه شوې ده.

د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا د پرچون پلورنې يو لړ بهرنيو شرکتونو په شانګهای کې خپلې پانګونې زياتې کړې. د جون په ۷مه نېټه، په چين کې د المان د الډي (ALDI) شرکت لومړی دکان په شانګهای کې پرانېستل شو، ورپسې د جاپان د کورني توليداتو تر نورو لوی شرکت نيتوري (NITORI) اعلان وکړ چې تر ۲۰۳۲م کال پورې به په چين کې د نيتوري ۱۰۰۰ دکانونه پرانيزي. د جون په ۲۸مه نېټه، د سام کلب (Sam's Club) يو نوی دکان د شانګهای په تسنګ پو سيمه کې پرانيستل شو. په چين کې د سام کلب عمومي منيجير اندري ميليس خبريالانو ته وويل، په چين کې د ګټو اخيستلو ښه اندازه د لا زياتو دکانونو د پرانيستلو لامل دی.

له تازه شمېرنې سره سم، د شانګهای ۱۲۲ بهرنيو شرکتونو د پرچون پلورنې ارزښت د تير کال د همدې مودې په پرتله ۹ سلنه زيات شوی. د يادې شمېرنې له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې، شانګهای د ۳ مليارډو او ۵۴۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ۱۵۰۶ بهرنۍ پروژې راجلب کړې دي. (شکريه)


په شانګهای کې د کوستکو سوپرماکيټ د پرانيستلو په لومړۍ ورځ ګڼ شمېر مشتريان جلب شول او ډېر تجارتي توکي يې وپلورل شول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای