CRI Online

شي جين پينګ د ازبکستان له صدراعظم عبدالله عريپوف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 11:06:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۸مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ازبکستان له صدراعظم عبدالله عريپوف سره وکتل.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې له ازبکستان سره د همکاريو جامع او ستراتيژيکو اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري.که دوه اړخيزې اړيکې په سمه لاره تر سره شي، نو بېلا بېلې دوه اړخيزې همکاريزې موخې به تر لاسه شي.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او ازبکستان بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ور کړي،د دواړو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژيو پيوستون او نښلېدنه دې پياوړې کړي،د نړيوالو سړکونو او د اورګاډي لارو په وسيله دې د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې،عصري تخنيکونو او انرژۍ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي او په کلتوري همکارۍ کې دې د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

عريپوف وويل چې چين د ازبکستان تر ټولو نژدې او د باور وړ ګاونډی هېواد او همکار دی. ازبکستان به په جدي توګه له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوي ګډې نظريې پلې کړي او د دولتي حاکميت، امنيت او يووالي د ساتلو په برخه کې له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې له تندلارۍ،بېلتون غوښتونکو او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له چين سره همکارۍ وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای