CRI Online

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير : که امريکا ترکيې ته F-35 ډوله جنګي الوتکې ور نه کړي، نو ترکيه به دغه الوتکې له نورو هېوادونو څخه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 11:23:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مېولوت کوسوګلو د اګست په ۲۸ نېټه وويل، که امريکا ترکيې ته F-35 ډوله جنګي الوتکې ور نه کړي، نو ترکيه به دغه الوتکې له نورو هېوادونو څخه واخلي.

د ترکيې خبري رسنيو خبر ورکړ چې کوسوګلو له ايسونيا څخه د ليدنې په وخت کې وويل، ترکيه د F-35 ډوله جنګي الوتکو ته اړتيا لري. که څه هم امريکا په دې وروستيو کې د دې جنګي الوتکو د پلورلو په پروسه کې خنډونه اچولي، خو ترکيه د يادې پروسې عملي کېدو ته په تمه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای