په بېجينګ کې ((تيان ان من )) ميدان
د اکتوبر لومړۍ نيټه د چين له ملي جشن سره برابره ده.د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې غونډه به په همدې ورځ د بېجينګ د تيان ان من په ميدان کې په ولولناکو مراسمو تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ به په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړي او تر هغه وروسته به ستر رسم ګذشت او د ملکيانو غونډه تر سره شي.په دې موده کې به ځينو وګړو ته دولتي نښانونه او وياړمن لقبونه ور کړی شي.
د چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې اړوند فعاليتونه به د همدې ورځې په شپه تر سره شي او د چين ګوندي او دولتي مشران به د بېلا بېلو ټولنو له استازو سره هنري ننداره او د اور لوبې وګوري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |