CRI Online

امريکايي پوځي بېړۍ له اجازې پرته د چين د نان شا سمندري حريم ته ننوتله او د دې سيمې سوله او ثبات يې سخت خراب کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 14:59:48

مطبوعاتو ته کتنه: د چين د جنوبي جنګي سيمې مطبوعاتي وياند لي هوا مين د اګست په ۲۹ مه نېټه وويل چې د (Wayne E. Meyer) په نوم امريکايي پوځي بېړۍ د اګست په ۲۸ مه نېټه د چين د حکومت له اجازې پرته د دغه هېواد د نان شا ټاپو ته نږدې سمندري سيمې ته ننوتله . د چين د ملي ازادۍ بخښونکي پوځ د جنوبي جنګي سيمې سمندري او هوايي قوتونو له قانون سره سم دغه امريکايي پوځي بېړۍ تر نظارت لاندې ونيوله او د وتلو خبرداری ور کړ. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې ژرترژره دې دا ډول لمسوونکې کړنې ودروي.

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن تبصره: حقيقت دا ښيي چې امريکا د سمندري تګ راتګ او الوتنو له ازادۍ څخه په حقيقت کې ناوړه استفاده کوي، نړيوال قوانين له پامه غورځوي او زور ښودنه کوي، دغه کړنې د چين حاکميت او امنيت ته سخت زيانونه رسولي او د جنوبي سمندر سيمې سوله او ثبات يې تر ډېره خراب کړی دی.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای