CRI Online

چيني کارپوهان: ځيني امريکايان بايد له خپلو ځيرکو امريکايي صنعتګرو او مشتريانو څخه د تجربو زده کړه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 16:11:13

يو شمېر چيني کارپوهانو د اګست په ۲۸مه نېټه په شانګهای کې وويل چې د چين ستر بازار د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره ډېر پرمختيايي فرصتونه برابر کړي دي.د امريکا حکومت له چين سره سوداګريز اصطکاک پيل کړی او په وار سره يې خپلې ژمنې او د ګمرکي تعرفې تدبيرونه بدل کړي چې دغې کړنې نه يوازې د امريکا ځاني ګټو ته بلکې د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته يې هم زيانونه رسولي دي. دغو کارپوهانو دې ته په اشارې سره وويل چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اړيکې د سوداګريز اصطکاک د شتون له امله نه شي پرې کيدای او د امريکا حکومت دې دا ادعا نه کوي چېدوی په چين کې د دغه هېواد له پانګوالو او مشتريانو څخه هوښيار دي.

د امريکا مشهور سوپرمارکيټ يعنې د Costco) (لومړۍ څانګه په دې وروستيو ورځو کې په شانګهای کې پرانيستل شوه او ډېر ځايي مشتريان يې جلب کړي چې په پايله کې ډېر ښه توليدات سمدلاسه د دغو مشتريانو له خوا اخيستل شوي دي.د چين د تونګ جي پوهنتون د دولتي نوښت او پرمختګ د څېړنيز انسټېټيوټ مرستيال شه جيان شون په همدې ورځ د شانګهای د ټولنيزې اکاډمۍ په هغه سمينار کې چې عمده موضوع يې په عاقلانه توګه له سوداګريز اصطکاک سره مقابله کول او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ موندل دي، وويل چې اقتصادي اصول نه بدلېدونکی دي او د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اړيکې نه شي پرې کيدای،دا ناشونې ده چې امريکايي تصدۍ د چين له ستر بازار او پرمختيايي فرصتونو څخه لاس واخلي. هغه وويل،چين ستر بازار او يو مليارډ او څلور سوه مليونه نفوس لري،نو په نړۍ کې ډېرمهم مقام لري.پرون د امريکا د Costco) ( په نوم سوپرمارکيټ پرانيستل شوچې د پرانيستلو په لومړۍ ورځ کې د دوی نژدې ټول توليدات د چيني مشتريانو له خوا اخيستل شوي دي. دې حالت ته په پام سره ويلای شوو چې دا نا ممکنه ده چې امريکايي تصدۍ د چين له ستر مصرفي بازار څخه لاس واخلي.شاوخوا ۴ سوه مليونه چينايان منځني عايد لرونکي دي او دغه شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو د منځني عايدلرونکو څخه زيات دی .نو په دې سره د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره ډېر پرمختيايي فرصتونه برابر شوي دي.

د يوې شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې په چين کې د نويو جوړو شويو بهرنيو تصديو شمېر ۲۴ زرو ته رسيدلی دی او کارول شوې پانګې يې له ۵۳۰ مليارډو يوانو څخه اوښتې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷ اعشاريه ۳ زيات شوی دی.

د امريکا د جي پي مورګان بانک د يوه تازه راپور له مخې د چين پر صادراتو د امريکا د ګمرکي تعرفې د زياتوالي نوې تګلاره د سپتمبر په لومړۍ نيټه نافذ شي،تر هغه وروسته به هر کال د دغه هېواد د هرې کورنۍ پر غاړه د ګمرکي تعرفې لګښتونه زر امريکايي ډالره زيات شي.

د شانګهای د ټولنيزې اکاډمۍ مشر او د دولتي فکري ارګان کارپوه جانګ داو ګن د يوې شمېرنې په وړاندې کولو سره داسې وويل، د ځينو نړيوالو ارګانونو د اټکل له مخې ښايي په راتلونکو دوولسو مياشتو کې د امريکا اقتصاد د شاته تګ په حال کې وي.د روان کال په دوهمه ربع کې د امريکا د اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې دوه اعشاريه يو زيات شوی، خو د دې ترڅنګ د دې هېواد د تجهيزاتو پانګونه له دريو کلونو راهيسې په لومړي ځل نه ده زياته شوې او د توليدي چارو ګراف د دوو کلونو راپدېخوا په ټيټه سويه ساتل شوی دی. د امريکا له خوا د پيل شوي سوداګريز اصطکاک موخه د توليدي چارو بيا سمسورتيا ده،خو اوسنۍ نتيجه د دوی له اټکل څخه وتلې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای