CRI Online

امريکا له چين سره سوداګريز اصطکاک سخت کړی چې دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له خوا د غندنې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 16:17:09

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې امريکا په وار سره له چين سره سوداګريز اصطکاک سخت کړی او اعلان يې کړی چې دوی به د بېړني اقتصادي واک د نړيوال قانون له مخې له چين څخه امريکايي شرکتونه وباسي.د امريکا دغه کړنه نه يوازې د دې هېواد د بېلا بېلو ټولنو له مخالفت سره مخ ده بلکې د نړيوالې ټولنې له خوا هم غندل شوې.

د اګست په ۲۳مه نېټه د امريکا د پرچون پلورنې سوداګريزې ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي هېواد ګڼل کيږي، نو دا ناشونې ده چې امريکايي سوداګران له چين څخه ووځي.په چين کې د امريکايي شرکتونو او تصديو له خوا د چارو د جوړولو له کبله امريکا له چيني مشتريانو سره نژدې تماس نيولی او بهرنی بازار يې پراخ کړی دی.د دې ترڅنګ د امريکايي کارګرو، تصديو او مشتريانو لپاره فرصتونه زيات شوي دي.په همدې ورځ د امريکا د سوداګريزې ټولنې د اجرائيوي کميټې مرستيال مارون بروليانټ هم په يوه اعلاميه کې وويل چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ساتل د دواړو خواوو د ګټو پر اساس مناسب انتخاب دی. هغه غوښتنه وکړه چې چين او امريکا دې د خبرو اترو ميز ته کيني او ژر تر ژره دې تړون لاسليک کړي.

د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريز اصطکاک سختوالی د نړيوالې ټولنې د انديښنې سبب شوی دی.

د فرانسې ولسمشر ماکرون د اګست په ۲۶مه نېټه د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې هيله وښودله چې چين او امريکا ژر تر ژره د سوداګرۍ په هکله ګډو نظريو ته ورسيږي، ځکه چې دغه کار به د بې ثباتۍ هغه عوامل له منځه يوسي چې د نړيوال اقتصاد لپاره ګټور نه دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای