CRI Online

چين په ټينګه توګه د سوداګريز اصطکاک له سختېدو سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 19:08:11

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اګست په ۲۹ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين د امريکا لخوا پيل شوي د سوداګريز اصطکاک پر وړاندې اقدام ته پوره چمتو دی. چين د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريز اصطکاک له سختېدو سره ټينګ مخالفت کوي او چين غواړي په سړه سينه او هوښيارۍ سره د سلامشورې او همکارۍ له لارې مسئلې حل کړي. خو په اوسنيو حالاتو کې دواړه خواوې بايد د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو باندې د اضافي تعرفې لګول لغوه کړي تر څو سوداګريز اصطکاک لا سخت نه شي. هغه زياته کړه چې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو پلاويو تل ګټورې سلامشورې کړې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای