CRI Online

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د لمانځنې مراسم به په بېجينګ کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-29 19:23:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، سږ کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی او د دغې کاليزې د لمانځنې درانده مراسم به په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شي. د اګست په ۲۹مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتي چارو څانګې مرستيال وانګ شياو هوې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته د يادو مراسمو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د معلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې څو برخې شتون لري: د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د لمانځنې غونډه به د اکتوبر په لومړۍ نېټه په تيان ان من ميدان کې تر سره شي او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېسيون مشر شي جين پينګ به په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړي. له دغې غونډې نه وروسته به شانداره رسم ګذشت او د ملکيانو غونډه تر سره شي. د دغې ورځې د لمانځنې هنري ننداره به د همدې ورځې په شپه په تيان ان من ميدان کې تر سره شي او د ګوند او دولت مشران به د پلازمينې د بېلا بېلو ساحو له استازو سره يو ځای دغه مراسم او د اور لوبې وګوري. همدارنګه، هغو چينايانو او بهرنيانو ته د نښان ورکولو مراسم به د ولس په تالار کې تر سره شي چې د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي ټولنې د ابادۍ او د دولت د ساتنې لپاره يې ستر خدمتونه کړي، برياليتوبونه يې تر سره کړي، لوړ اخلاق او کيفيت لري او د چين د عصري کېدو، د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکاريو او د نړۍ او چين د امنيت د ساتلو په برخو کې يې ستر خدمات کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په يادو مراسمو کې دغو کسانو ته د جمهوريت نښان، د دوستۍ نښان او افتخاري لقبونه ورکړي.

بر سېره پردې، د سپتمبر دېرشمه نېټه د چين د قربانيانو له ورځې سره برابره ده، نو د قربانيانو د يادګار څلي ته د ګلو ګېډيو د وړاندې کولو مراسم به په همدې ورځ په تيان ان من ميدان کې تر سره شي. د ګوند او دولت مشران به د بېلا بېلو ساحو له استازو سره يو ځای په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای