CRI Online

د ترکیې ولسمشر: په سوریه کې دې د امنیتي سیمې پلان ونه ځنډول شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-30 11:10:19

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه دا څرګنده کړه چې امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې د سوریې په شمال کې د امنیتي سیمې پلان وځنډوي.

اردوغان روسیې ته له رسمي سفر وروسته خپل هیواد ته د راتګ پر مهال ویش خبریالانو ته وویل چې دا سم قدم دی چې ترکیې او امریکا په سوریه کې د امنیتي سیمې د جوړولو په اړه موافقه وکړه. دغه پلان د ترکیې او سوریې په ګډه پوله کې د کرد وسله والو د لیری کولو او د ترکیې د جنوب ختیځ د امنیت ساتلو لپاره ګټور دی. هغه دا هم وویل چې له سوریې څخه د کردانو د (YPG) په نوم وسله والو کسانو د ایستلو مسئلې په اړه امریکا څو ځله ځنډونه جوړ کړي خو دا ځل به امریکا ته د خنډ جوړولو اجازه ورنه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای