CRI Online

ترمپ: په افغانستان کې د امریکا د میشتو سرتیریو شمیر به ۸۶۰۰ تنو ته ټیټ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-30 11:14:55

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر دنالډ ترمپ د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه وویل چې امریکا او طالبان موافقې ته ډیر نیږی شوي دي او په دغه هیواد کې د امریکا د میشتو سرتیریو شمیر به ۸۶۰۰ تنو ته ټیټ شي.

ترمپ په همدې ورځ له فوکس ټي وي سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې له دې وروسته به امریکا د افغانستان د وضعیت سره سم نورې پریکړې وکړي. هغه پر دې ټینګار وکړ چې امریکا به په افغانستان کې پوځي شتون وساتي.

د طالبانو یو ویاند د روانې میاشتې په ۲۸مه نیټه په سوشل میډیا کې دا څرګنده کړه چې له امریکا سره موافقه نهایي کېدو ته نږدې شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای