CRI Online

شي جين پينګ او رودريګو دوتيرټ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-30 12:55:50

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۹ مه نېټه په بېجینګ کې د فلپين له ولسمشر رودريګو دوتيرټ سره وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو په اړه يې د سندونو د تبادلې په مراسمو کې ګډون وکړ. دواړو خواوو په همدې ورځ اعلان وکړ چې د نفتو په اړه د ګډو همکاريو په چارو کې د حکومتونو ترمنځ ګډه لارښوونکې کمېټه او د تصديو ترمنځ کاري ډله تاسيس شوه.

دا واک ته له رسېدو وروسته د رودريګو دوتيرټ پنځم ځل دی چې چين ته سفر کوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۲۹ مې نېټې په شپه له نوموړي سره د کتنې په پيل کې د ده تود هرکلی وکړ.

(( ډېر خوشحاله يم چې يو ځل بيا زما له پخواني ملګري يعنې ولسمشر رودريګو دوتيرټ سره وينم. زموږ په دې ملاقات ډېر خوشحاله يم، موږ کولای شو د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په اړه وغږيږو. د دې ترڅنګ تاسو ته د باسکيټبال لوبې د ليدو لپاره چين ته د راتګ له امله ښه راغلاست وايم، ستاسو راتګ د ملګرو ترمنځ تګ راتګ هم دی. موږ داسې ښکارو چې د خپلوانو په شان رابطه کوو.))

د تېر کال په دسمبر کې رئيس شي جين پينګ له فليپين څخه ليدنه وکړه او دا له ۱۳ کلن ځنډ وروسته فلپين ته د چين د مشر بيا سفر دی او له لارې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې شوې. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په تېرو دريو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې ارزيابي کړې او ويې ويل :

((زه غواړم له ښاغلي ولسمشر سره په مداومه توګه د دواړو هېوادونو دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړم . دا به نه يوازې زموږ د هېوادونو او خلکو لپاره ګټې ولري، بلکې د سيمه ييزې ودې په پرمختيا او ثبات کې به رول ولوبوي.))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه دې په پرله پسې توګه د خپلو پرمختيايي ستراتېژيو پېوستون پياوړی کړي،د بنسټيزو تاسيساتو ، د صنعتي پارکونو، مخابراتو او انرژيو په برخو کې دې ګډې همکاريزې پروژې په ښه توګه پلې کړي. چين به له فلپين څخه زيات غوره مېوې او کرنيز محصولات واخلي او د فلپين خلکو ته به د کرنيزو چارو او د کبانو د روزنې چارو د ورزده کولو لپاره دغه هېواد ته کارپوهان وليږي. چين به همدارنګه د ملي حاکميت د ساتلو او د بهرنۍ مداخلې د مخنيوي په برخو کې د فلپين له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ وکړي.

شي جين پينګ وويل، چين او فليپين د جنوبي سمندر د مسئلې په اړه ښه روابط پاللي او پالي يې. دواړه خواوې دې جنجالونه پرېږدي، د بهرنۍ مداخلې مخه دې ونيسي او د ګډو همکاريو، ګټورو کارونو او پرمختګ هڅولو ته دې لومړيتوب ورکړي. دواړه خواوې کولی شي تر سمندر لاندې د نفتو او ګازو د ايستلو او کارولو په برخه کې زياتې ګډې همکارۍ وکړي او په جنوبي سمندر کې دې ژر ترژره د عملياتو د مقرارتو د جوړولو په اړه موافقې ته ورسيږي.

رودريګو دوتيرټ په خپلو خبرو کې وويل:

(( څلور مياشتې دمخه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلم. دغه فورم ډېر بريالی و. دا چې ما ته له تاسو سره دوستي او د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې مهمې دي، نو دې ته په کتو سره مې لازمه وګڼله چې په دې لنډ وخت کې يو ځل بيا له تاسو سره وګورم. زه يوځل بيا وايم، زه له چين سره دوستانه اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګورم، په تېرو دريو کلونو کې زموږ ترمنځ دوه اړخيزو اړيکو چټک پرمختګ کړی. رښتيا ده چې موږ له بېلابېلو ننګونو سره مخ يو، خو ډېره حوشحاله يم چې خپلمنځي دوهاړخيزې اړيکې مو د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو په توګه ټاکلې دي.))

رودريګو دوتيرټ په خپلو خبرو کې زياته کړه چې هيله ده چې چين له فلپين سره د اقتصادي ودې په پرمختيا او د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې پرله پسې مرستې وکړي. زه د فلپين د بشري حقونو د ساتلو ، د زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې ، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نشه يي توکو د ممنوعيت په برخو کې د ملاتړ په پار له چين څخه مننه کوم. چين د فلپين رښتينی ملګری دی. فلپين د هانکانګ مسئلې په برخه کې د چين قوانينو او حقه حقونو ته پوره درناوی کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای