امريکا اعلان وکړ چې د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو به ګمرکي تعرفې لوړې کړي. په دې وروستيو ورځو کې له ۲۰۰ څخه زيات امريکايي شرکتونو د امريکا ولسمشر ټرمپ ته د پيغام لېږلو له لارې له نوموړي څخه پر چيني توليداتو د ګمرکي تعرفې د لوړولو د پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
ياد شرکتونه چې د بوټو توليدولو او پرچون پلورنې په باب دي، ټرمپ ته په ليږل شوي پيغام کې خبرداری ورکړ چې د يادې پرېکړې له امله به د امريکا مشتريان هر کال نور ۴ مليارډه زيان وکړي، د اقتصادي ضعيف احتمال به ډېر شي.
د مالوماتو له مخې، پر ځينو چيني بوټو د امريکا لخوا لګول شوې ګمرکي تعرفې به له ۱۱ سلنې څخه ۶۷ سلنې ته لوړې شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |