CRI Online

پوتين او ميرکل : غواړو چې د نورماندي ۴ سرمشريزې غونډې پرمخ يوسو

cri     (GMT+08:00) 2019-08-30 14:44:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل د اګست په ۲۹مه نېټه په ټلېفوني خبرو کې څرګنده کړه چې دوی به د نورماندي ۴ ( روسيه، المان، فرانسه او اوکراين ) سرمشريزې غونډې مقدماتي کار تر سره کړي.

د کريملين ماڼۍ انټرنيټي شبکې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پوتين او ميرکل د اوکراين د بحران پر حل و فصل د نقشې خبرې اترې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې د مينسک تړون د اوکراين مسئلې د حل و فصل بنسټ دی. دواړو خواوو پر دې موافقه کړې چې د اوکراين د بحران د حلولو کارونه به د نورماندي ۴ سرمشريزې غونډې په چوکاټ کې تر سره کړي. پوتيڼ وويل، د نورماندي ۴ سرمشريزې غونډې لپاره مقدماتي کار دې د راتلونکيو برياليتوبونو د هڅولو لپاره تر سره شي.

د المان حکومت وياند سټفن سيبرټ لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، ميرکل او پوتين په ټليفوني خبرو کې وويل، هيله لرو چې د نورماندي ۴ د سرمشريزې غونډې له لارې د مينسک تړون د پلي کېدو کار پر مخ يوسو.

د نورماندي چوکاټ د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې جوړ شو. فرانسه به د روسيې، المان او اوکراين مشرانو ته د نورماندي په سرمشريزه کې د ګډون بلنه ورکړي او د اوکراين د حالاتو په باب به سلا مشورې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای