CRI Online

د چين د دفاع وزارت : د منځني واټن ويشتونکو توغنديو له تړون څخه د امريکا وتل نړيوال امنيت او ثبات ته ګواښ دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-30 14:51:12

د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه جيانګ د اګست په ۲۹مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري غونډه کې له امريکا څخه وغوښتل چې سمدلاسه پر تايوان د وسلو پلورلو پلان او له يادې سيمې سره خپلې پوځي اړيکې ختمې کړي او د چين د نان شا ټاپوګانو پر هوايي قلمرو له تيري څخه لاس واخلي. هغه وويل، د منځني واټن ويشتونکو توغنديو له تړون څخه د امريکا وتل به پر نړيوال او سيمه ييز امن او ثبات سخته ناوړه اغېزه ولري. د يو چين د پېژندنې اصل د چين او امريکا تر منځ د سياسي اړيکو بنسټ دی. خو د تاسف وړ خبره دا ده چې امريکا تل غوښتي چې له تايوان څخه د ملاتړ له لارې د چين د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړ کړي او څو څو ځله يې د ياد اصل او د چين او امريکا تر منځ له درېيو ګډو اعلاميو خلاف عمل لړی. د امريکا دغه کړنې نړيوال اعتماد او اخلاق نه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۰مه نېټه په رسمي ډول پر تايوان د ۶۶ F-16V ډوله پوځي الوتکو د پلورلو تړون تصويب کړ. د چين پوځ د دې عمل سره سخت مخالفت کوي او له امريکا څخه يې د ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای