د پاکستان ځایي خبري رسنیو په دې ورځو کې خبر ورکړ چې د پاکستان د مالیاتو ادارې به د بلوچستان د اقتصادي پرمختګ د هڅولو په اړه یو لړ جامع پلان وړاندې کړي.
د خبر له مخې دغه جامع پلان د پاکستان د ملي پرمختګ کمیټې له خوا د بلوچستان له انکشافي نقشې سره تړاو لري. د دې ترڅنګ دغه کمیټې هم پریکړه وکړه چې په ګوادر کې د نفتو د چاڼ فابریکه جوړه کړي، په سرحدي سیمو کې حصارونه بشپړ کړي، په بلوچستان کې امنیت پیاوړی کړي، په بلوچستان کې د نفتو او طبعي ګازو استخراج وهڅوي او په ګاداني کې بندر جوړ کړي. د پاکستان اړوندې څانګې به په دې اړه همکارۍ ترسره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |