CRI Online

تبصره: د سوداګريز اصطکاک سختوالی د مسئلې د حل کليلي نه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-30 20:19:03

د امريکا د ځينو چارواکو د هغې څرګندونې له امله چې امريکا به د چين پر صادراتي توليداتو تعرفې لوړې کړي، د سوداګريز اصطکاک د سختوالي خطر لوړ شوی دی. د امريکا دغه عمل غير منطقي دی او د مسئلې د حل لپاره ګټور نه دی او د چين، امريکا او نړيوالو ګټې زيانمنوي.

چين له څه باندې يو کال راهيسې د خپلو حقه حقونو د ساتلو لپاره د مجبوريت له مخې ۳ پړاوه ځوابي تدبيرونه نيولي چې رويه يې کلکه ده او تدبيرونه يې مناسب دي. له دې امله چې د سوداګريز اصطکاک د سختوالي خطر لوړيږي او پر چين، امريکا او نړۍ يې منفي اغېزې زياتيږي، چين په دې نظر دی چې مهمه دنده يې د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت صادراتو د تعرفو د لوړېدو حکم لغوه کول او د سوداګريز اصطکاک د سختوالي مخنيوی بېړنۍ دنده ده.

نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق بيا بيا خبرداری ورکړی چې که سوداګريز اصطکاک سخت شي، نړيوال اقتصاد به له ټيټوالي سره مخامخ شي. نړيوالې ټولنې په تېرو څو ورځو کې په پر له پسې توګه له امريکا څخه غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ له پروشټيکنيزم څخه لاس واخلي او د سوداګرۍ نړيوال کېدل دې ومني.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای