CRI Online

د امريکا حکومت اعلان وکړ چې د ايران پر هغه نفت وړونکې بيړۍ به بنديزونه ولګوي چې مخکې نيول شوې وه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-31 16:23:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د اګست په ۳۰مه نېټه وويل، د ايران پر (( ادريان ساريا ۱ )) نفت وړونکې بېړۍ او د دې بېړۍ پر مشر به بنديزونه ولګوي، کوم چې مخکې د بريتانيا د جبل الطارق حکومت لخوا توقيف شوې وه. لامل يې دا دی چې د ايران وسلوال پوځ د دغې بېړۍ له لارې نفت خرڅوي او ورڅخه ګټه اخلي.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ (( القدس پوځ )) د (( ادريان ساريا ۱ )) په شان د بيړيو له لارې په غير قانوني ډول ګن شمېر خام نفت خرڅوي او د دغو پيسو له لارې د ايران حکومت د بدو کړنو څخه ملاتړ کوي. په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې هر کس چې (( ادريان ساريا ۱ )) ته مرسته ورکوي د امريکا له بنديزونو سره به مخامخ شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای