CRI Online

د م م د کډوالو ايجنسي: د ښوونځي عمر ته رسېدلي د نړۍ د کډوالو له نيم څخه زيات ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-08-31 16:28:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ايجنسي د اګست په ۳۰مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، د نړۍ د ګډوالو ۷۱ لکه ماشومان د ښوونځي عمر ته رسېدلي دي، خو پکې ۳۷ لکه ماشومان زده کړې نه شي کولی، دغه شمېر د ياد شمېر له نيم څخه زيات دی. د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه او ټولنيز سازمانونه بايد همکارۍ زياتې کړي تر څو د کډوالو له نورو زياتو ماشومانو سره د تعليم فرصتونو برابرولو په برخو کې مرسته وکړي.

د ياد راپور له مخې، د نړۍ د کډوالو ماشومان په عمومي توګه د مالي امکاناتو د کمښت له امله تعليم نه شي کولی. د م م د کډوالو ايجنسي له بېلابېلو هېوادونو څخه وغوښتل چې د کډوالو کورنيو سره دې مالي مرستې وکړي چې د ماشومانو د تعليم تر لاسه کولو لګښت پوره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای