د سین هوا اژانس د خبر له مخې د امریکا په تیکساس ایالت کې د اګست په ۳۱مه نیټه وسله وال برید وشو چې تر اوسه پورې لږ ترلږه ۵ تنه وژل او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي.
د همدې ورځې له غرمې وروسته شاوخوا په ۳ بجو یو کس پر هغه پولیس ډزې وکړې چې د ده موټر یې د څارنې لپاره تم کړ. نوموړي بیا د پوست رسونې په موټر یرغل وکړ او د موټر چلولو په ترڅ کې یې پر عامو وګړو هم ډزې وکړې. دغه تورن کس بیا له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شو. د معلومات له مخې بریدګر شاوخوا ۳۰ کلن یو سپین پوستی نارینه دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |