CRI Online

د فرانسې او ايران ولسمشرانو د ايران د اټومي مسئلې په اړه تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-01 16:10:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست په ۳۱مه نېټه د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې هېواد ولسمشر ايمانويل ماکرون په همدې ورځ د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره د ايران د اټومي مسئلې او د يمن د شخړو په اړه تليفوني خبرې وکړې.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي، چې ماکرون په تليفوني خبرو کې وويل چې دواړه هېوادونه بايد اوسني ښه حالات وساتي، د ډيالوګ له لارې د وضعيت د ارامولو او د مسئلو د حل کولو لپاره شرايط برابر کړي. نوموړي زياته کړه، چې ايران بايد په پوره توګه د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون پلی کړي او د منځني ختيځ سيمې د سولې او امنيت د ساتنې لپاره ضروري تدبيرونه ونيسي.

د خبر له مخې، روحاني په يادو تليفوني خبرو کې د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د ساتنې په اړه د فرانسې د هڅو هرکلی وکړ. هغه زياته کړه، چې اروپايي هېوادونه بايد په دې تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي، که نه ايران به نور زيات تدبيرونه ونيسي او په دې تړون کې به خپل مسووليت کم کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای