CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت چارواکې: د دې هېواد او امريکا ترمنځ د ډيالوګ امکان کميږي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-01 16:13:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو لومړۍ مرستيالې وزيرې چوی سون هوی د اګست په ۳۱مه نېټه وويل، د دې هېواد او امريکا ترمنځ د ډيالوګ د بيا تر سره کېدو امکان کميږي. د امريکا د ځينو کړنو له امله دغه هېواد مجبور دی چې پر خپلو اوسنيو ټولو تدبيرونو له سره کتنه وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اګست په ۲۷مه نېټه نامسئولانه خبرې وکړې چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت توهين يې کړی.

پومپيو په ۲۷مه نېټه د امريکا په انديانا ايالت کې د امريکا د متقاعدو سرتېرو د ټولنې په يو فعاليت کې وويل، چې امريکا د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د سپين سترګو کړنو باندې سترګې نه شي پټولی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای