CRI Online

د يمن پر يوه زندان د هوايي بريد له امله لږ تر لږه سل تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-02 09:49:06

د يمن پر يوه زندان د هوايي بريد له امله لږ تر لږه سل تنه وژل شوي دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په يمن کې د سره صليب نړيوالې ټولنې د سپتمبر په لومړۍ نېټه وويل، د دې هېواد په زامر ايالت کې پر يوه زندان هوايي بريد شوی او له امله يې سل تنه وژل شوي دي. اټکل کېږي چې د وژل شويو کسانو شمېر به زيات شي.

د يمن د حوثې ډلې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په زامر ايالت کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې پر يوه زندان د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو اووه ځله هوايي بريدونه وکړل او له امله يې لږ تر لږه پنځوس تنه جنګي اسيران ووژل شول او کابو سل تنه نور ټپيان شول.

ائتلافي پوځ په همدې ورځ د سعودي عربستان د العربيه ټلويزيون له لارې وويل، د دوی جنګي الوتکو د همدې ورځې په سهاروختي په زامر ايالت کې د حوثې ډلې د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو پر زېرمتون يې هوايي بريد ترسره کړی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای