CRI Online

د امريکا په ټکزاس ايالت کې د ډزو په پېښه کې د وژل شويو ملکيانو شمېر اوو تنو ته زيات شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-02 10:44:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ټکزاس ايات د اوديسا ښاروالۍ د سپتمبر په لومړۍ نيټه وويل چې د اګست په ۳۱مه نېټه په دې ښار کې د ډزو په پېښه کې له امله د وژل شويو ملکيانو شمېر اوو تنو ته زيات شوی دی.

يادې ښاروالۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغې پېښې له امله د ټوپکوالووسله وال بريدګر په شمول اته تنه وژل شوي دي.د دغه ښار د پوليسو وياند د اګست په ۳۱مه نېټه وويل چې وسله وال بريدګر له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوی او په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱تنه کسان ټپيان دي.نوموړي زياته کړه چې تر اوسه پورې د دې وسله وال بريدګر هويت او موخه نه ده معلومه شوې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای