CRI Online

امريکا او طالبان به ژر د روغې جوړې تړون لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-02 15:14:49
امريکا او طالبان به ژر د روغې جوړې تړون لاسليک کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سپتمبر په لومړۍ نېټه وويل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو څو ورځې مخکې په دوحه کې پای ته رسېدلی او دواړه خواوې به ژر په افغانستان کې د زورزياتي د مخنيوي او د بين الاافغاني ډيالوګ په برخو کې اړوند تړون لاسليک کړي.

نوموړي په همدې ورځ په ټولنيزه رسنۍ کې يو پيغام خپور کړ او و يې ويل چې امريکا او طالبان به ژر د يوې موافقې په اړه تړون لاسليک کړي چې د افغانستان د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د خبرو اترو لپاره به يوه ګټوره زمينه برابره کړي او په افغانستان کې به دايمي سوله رامنځته شي. نوموړي ويلي چې د اړوندې سلامشورې لپاره به کابل ته لاړ شي.

د طالبانو وياند سوهيل شاهين په ټولنيزه رسنۍ کې وليکل چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو په دغه پړاو کې برياليتوب تر لاسه شوی او د افغانستان مسئله به په سوله ييزه توګه حل شي.

د افغانستان مسئلې د څېړونکو په اند، که امريکا له طالبانو سره اړوند تړون لاسليک کړي، خو په افغانستان کې د سولې رامنځته کېدل يو اوږد بهير ته اړتيا لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای