CRI Online

په هانکانګ کې ښوونځي او پوهنتونونه د نوې ښوونيزې دورې پيل ته چمتو دي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-02 16:44:50

د سپتمبر دوهمه نېټه د چين په هانکانګ کې د زده کوونکو د نوې ښوونيزې دورې د پيل له لومړۍ ورځې سره برابره ده. د هانکانګ بېلا بېل ښوونځي او پوهنتونونه د نوې ښوونيزې دورې د رارسېدو په مناسبت د تيارۍ په چارو کې بوخت دي. د هانکانګ ښوونکو او محصلينو ويلي چې ټولنه بايد ژر تر ژره جنجال پرېږدي او د ښوونې مناسب او ارام چاپيريال دې جوړ کړي.

د نوې ښوونيزې دورې له پيل څخه يوه ورځ مخکې د هانکانګ په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د چمتووالي چارې پيل شوې، خو د ښوونځيو او پوهنتونونو له آرامې فضا څخه بهر د هانکانګ په ټولنه کې له زور زياتي څخه ډکو پېښو رامنځته کېدل د زياتو ښوونکو او زده کوونکو د اندېښنو سبب شوي دي. د ښوونيزو کارکوونکو مهمه دنده دا ده چې زده کوونکو ته د قواعدو د مراعاتولو او له زورزياتي څخه د ډډه کولو په هکله لارښوونه وکړي. د هانکانګ د ساينتيا منځني ښوونځي مشر ونګ چينګ يونګ وويل، چې د ښوونيزې دورې له پيل مخکې يې ښوونکو ته ويلي چې څلور مهم کارونه دې ښه تر سره کړي.

(( لومړی،د توپيرونو درناوی. هر تن ځانګړې نظريه لري، خو بايد يو د بل احترام وکړي. دوهم، له زورزياتي څخه ځان ژغورنه. د مسئلو د حل لپاره دې د هر ډول فزيکي او ژبني زور څخه ډډه وشي. درېيم، د قوانينو مراعات دې وشي. څلورم، د خپل ځان او نورو کسانو د حقونو درناوی او ورته دې پاملرنه وشي. موږ بايد ځان او نورو کسانو ته پاملرنه وکړو. ))

ونګ دغه راز وويل، منځنۍ ښوونه د هر زده کوونکي د پرمختګ په ټول بهير کې يوه مهمه مرحله ده، اوس زموږ ښووځی له لويې ننګونې سره مخامخ دی. د ټولنې له بېلا بېلو برخو څخه هيله لرو چې د زده کوونکو لپاره د زده کړې مناسب چاپيريال برابر کړي. نوموړي د ځينو کسانو د هغه عمل غندنه وکړه چې زده کوونکي يې هڅولي چې د احتجاج په توګه دې خپل درسونه بند کړي، له زده کوونکو څخه يې هيله وکړه چې د اغتشاشګرو تر اغېزې لاندې رانشي او د زده کړې د ارزښت ناک وخت ضايع نه کړي.

(( موږ له هر ډول درسي اعتصاب سره مخالفت کوو، ځکه ښوونځی د زده کړې ځای دی او ښوونيز کارونه ارام او يا ثباته چاپيريال ته اړتيا لري. د درسي اعتصابونو له لارې د سياسي غوښتنې د څرګندولو عمل له زده کوونکو، د دوی له کورنيو او ټولنې سره ظلم دی. ))

مشر ونګ چينګ يونګ زياته کړه

((هيله لرم چې زموږ زده کوونکي سپين او تور وپېژني او د مسئلو په اړه په هوښيارۍ سره خبرې اترې وکړي. موږ دې په سړه سينه د دغه ټولنيز بد وضعيت د رامنځته کېدو د لامل په اړه جدي فکر وکړو او د حل پر لارو چارو دې بحثونه وکړو او خپلو عيبونو او نيمګړتياوو ته دې وګورو. ))

له نوې ښوونيزې دورې څخه يوه ورځ مخکې د ساينتيا منځني ښوونځي زيات زده کوونکي دښوونيزو ټولنو په فعاليتونو کې د ګډون لپاره ښوونځي ته لاړل او د نوې ښوونيزې دورې په اړه يې خپلې هيلې څرګندې کړې. زده کوونکې لين چې اوس تازه شپږمې درجې ته داخل شوي، وويل،

((ژر به پوهنتون ته د داخلېدو له ازموينې سره مخامخ شم. په راتلونکي نيم کال کې به د ښې نتيجې لپاره کوښښ وکړم تر څو د خپلې خوښې وړ پوهنتون او څانګې ته لار پيدا کړم. ))

د ساينتيا منځنی ښوونځی د هېواد له لويې وچې سره نژدې اړيکې لري، زيات زده کوونکي غواړي د لويې وچې په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي ، زده کوونکې شي له دغو زده کوونکو څخه ده. هغې وويل

((غواړم د لويې وچې د ساينس او انجنيرۍ په يو پوهنتون کې زده کړې وکړم، د الکترونيک او معلوماتي تکنالوژۍ زده کړه غواړم، ځکه ما په ماشومتوب کې له يادې برخې سره علاقه پيدا کړه. د لويې وچې ښوونيز چاپيريال ارام او د زده کړې لپاره مناسب دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای