د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د سپتمبر په ۲مه نېټه وويل چې روسيې په ډله ييزه توګه د ناټو غړو هېوادونو ته وړانديز وکړ چې د منځني او لنډ واټن ويشتونکو توغنديو ځای پر ځای کېدل دې وځنډوي.
د تاس خبري اژانس د خبر له مخې،لاوروف په همدې ورځ په مسکو کې وويل ،روسيه غواړي چې په خپله خوښه د منځني او لنډ واټن ويشتونکو توغنديو ځای پر ځای کېدل وځنډوي او د ناټو له غړو هېوادونو څخه هم غواړي چې دوی دې هم په ګډه دغه کار وکړي، خو ناټو تراوسه د مسکو دې وړانديز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |