CRI Online

د هانکانګ پوليس : په تيره اوونۍ کې ۱۵۹ تنه افراطګر ونيول شول

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 10:08:20

د هانکانګ پوليسو د سپتمبر د دوهمې نېټې له غرمې وروسته په يوه نوبتي غونډه کې وويل، په تيره اوونۍ کې ټولټال ۱۵۹ تنه افراطګر د ناقانونه غونډو، د وسلو ساتلو، پر پوليسو د بريد کولو او د پوليسو پر عادي کارونو کې د خنډ اچولو په تور ونيول شول. له جون څخه راپدېخوا ټولټال ۱۱۱۷ افراطګر ونيول شول چې له دې جملې څخه څو تنه څارنوالۍ ته وسپارل شول.

د هانکانګ د پوليسو چارو ادارې مرستيال مشر مې جان هاو په دې غونډه کې وويل، د تيرې اوونۍ په پای کې افراطګرو لاريون کوونکو په واټونو کې د موټرو تګ راتګ بند کړی، په څو سيمو کې يې بنسټيزو تاسيساتو ته اور اچولی، او لږ تر لږه ۱۰۰ پطرول بمونه يې استعمال کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای