CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: هيله ده چې اروپايي ټولنه وکولی شي چې د سم او ناسم ترمنځ توپير وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 10:10:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازې فدريکا موغريني د هانکانګ په اړه نامناسبې څرګندونې وکړې.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۲مه نېټه وويل ، هيله ده چې اروپايي اړخ به له قانون سره سم د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د هانکانګ د حکومت ملاتړ وکړي او د هانکانګ قانوني ادارې، سمسورتيا او ثبات ته درناوی وکړي.

د خبر له مخې، فدريکا موغريني په دې وروستيو کې وويل چې په هانکانګ کې روان وضعيت ډېر د انديښنې وړ دی. وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اوس په هانکانګ کې لاريونونه د مجلس او مظاهرو د آزادۍ له حد څخه بهر دي او په تاوتريخوالي بدل شوي او په جدي توګه يې په هانکانګ کې قانوني اداري او ټولنيز نظم جدي ننګولی او د سر او مال امنيت يې ګواښلی او د يو هېواد او دوو نظامونو د پلې کېدو له اصولو څخه يې سرغړونه کړې. که دا ډول سخت وحشي جرمونه په اروپا کې پېښ شي ، باور لرم چې هېڅ اروپايي حکومت به په پټه خوله پاتې نه شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای