CRI Online

د چين دولتي شورا د چين د اټومي امنيت په نوم سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 11:05:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شورا د سپتمبر په ۳مه نېټه د چين د اټومي امنيت په نوم سپين کتاب خپور کړ. دا د چين له خوا خپور شوی د اټومي امنيت په اړه لومړی سپين کتاب دی.

په ياد سپين کتاب کې ويل شوي چې د چين حکومت د نوي چين د جوړېدو په پيل کې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ له اړتياوو سره سم د اټومي انرژۍ د پراختيا او کارولو لپاره لويه پرېکړه وکړه او د چين اټومي صنعت په رسمي ډول پيل شو. له ۷۰ کلونو راهيسې د چين اټومي صنعت له پيل څخه وده کړې او د اټومي صنعت بشپړ سيسټم رامنځته کړی چې د انرژۍ امنيت او چاپيريال ساتنې، د خلکو د ژوندانه سويې د لوړتيا او د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

په ياد سپين کتاب کې ويل شوي چې چين د عادلانه ، همکاريز او د ګډو ګټو پر بنسټ نړيوال اټومي امنيتي سيستم د جوړېدو مهم غوښتونکی ، هڅوونکی او برخه اخيستونکی دی. چين په ښه توګه خپل اټومي سيستم خوندي کوي، په جدي توګه د اټومي امنيت نړيوالې دندې بشپړوي ، په پوره توګه د اټومي امنيت څو اړخيزو همکاريو ته وده ورکوي ، په فعاله توګه د ټولو انسانانو د ګټو لپاره د اټومي انرژۍ سوله ييزې کارونې ته وده ورکوي او د نړيوال اټومي امنيت د حکومتدارۍ لپاره چيني هوښياري او ځواکونه برابر کړي .

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای