CRI Online

وانګ چن د امريکا په سنا مجلس کې د امريکا او چين د کاري ګروپ له ګډ مشر سټيف دېنس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 14:03:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال رئيس ښاغلي وانګ چن د سپتمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا په سنا مجل کې د دغه هېواد او چين کاري ګروپ له ګډ رئيس سټيف دېنس او ملګرو سره وکتل.

وانګ چن څرګنده کړه چې همکارۍ چين او امريکا ته ګډې ګټې، خو مقابلې به دواړو خواوو ته زيانونه ورسوي. دواړه هېوادونه بايد په اوسکا کې د دوو مشرانو لخوا شوې موافقې په جدي توګه پلې کړي، يو بل ته دې درناوی وکړي، متقابلې ګټې دې ومومي او د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر بنسټ دې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په ګډه سره پرمخ بوزي. د دواړو هېوادونو د تقنيني ارګانونو ترمنځ د تګ راتګ پياوړتيا د يو بل تفاهم او متقابل باور د زياتوالي په ګټه ده. هيله ده چې د امريکا د سنا مجلس د امريکا او چين کاري ګروپ د دې لپاره مثبت رول ولوبوي.

د دېنس په شمول امريکايي سناتورانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پر له پسې پرمختګ لپاره د کوښښونو هيله وښودله.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای