د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريتانيا صدراعظم بوريس جونسن د سپتمبر د ۲مې نېټې په شپه د کابينې تر يوې بيړنۍ غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په هېڅ ډول شرايطو کې به هغه له اروپايي ټولنې څخه ونه غواړي چې له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو بهير وځنډوي او بريتانيا به د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له ټاکلي پلان سره سم له اروپايي ټولنې څخه ووځي.
جونسن د پارلمان پر غړو غږ وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو بهير له بې معنی ځنډولو سره د مخالفت لپاره رايه ورکړي. جونسن په ښکاره توګه دا خبره رد کړه چې هغه به له ټاکلي وخت مخکې ټولټاکنې تر سره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |