CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير: امريکا د اټومي وسلو د نه خپرېدو نظام ويجاړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 15:58:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د سپتمبر په ۲مه نېټه په مسکو کې له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره خبرې اترې وکړې. لاوروف له ظريف سره تر خبرو اترو وروسته وويل ،امريکا هڅه کوي چې د ايران پر وړاندې لمسوونکې کړنې پيل کړ او د اټومي وسلو د نه خپرېدو نظام ويجاړ کړی.

د روسيا سيګودنيا اژانس د خبر له مخې، لاوروف تر خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې امريکا د خپلو ځينو سيمه ييزو ملګرو په مرسته هڅه کوي چې په ښکاره توګه د ايران پر ضد کړنې پيل کړې. امريکا وويل چې دوی د ايران اټومي هراړخيز تړون پلي کېدو ته اړتيا نه لري، خو له ايران څخه يې غوښتنه وکړه چې په جدي توګه دې په ياد تړون کې خپلې ټولنې ژمنې ترسره کړي ، خو دغه تړون د بېلا بېلو خواوو د ګټو ، دندو او امتيازاتو نازک توازن دی او په څو برخو ويشل کېدی نشي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای