CRI Online

د چين خارجه وزارت: امريکا بايد د شينجيانګ مسئلې څخه په استفادې د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې له کړنو څخه بايد لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 19:51:16

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو په دې وروستيو ورځو کې په ټويټر کې د چين په شينجيانګ کې د ښوونې او روزنې مرکزونو په هکله منفي خبرې وکړې. د چين د خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل چې امريکا بايد د شينجيانګ مسئلې څخه په استفادې سره د چين په کورنيو چارو کې د لاوهنې له کړنو څخه بايد لاس واخلي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ وويل د پومپيو په دغو خبرو کې يو ځل بيا پر چين بې بنسټه نيوکه شوې. چين په دې هکله ټينګ مخالفت کوي او امريکا ته جدي احتجاج وړاندې کوي.

هغه وويل چې د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او نور هېوادونه په کې د لاسوهنې حق نه لري. د چين حکومت مخکې په شينجيانګ کې د مسلکي تخنيکونو د ښوونې او روزنې د کارونو په هکله سپين کتاب خپور کړی. اوس په شينجيانګ کې حالات ثابت دی او د اقتصادي پرمختګ تمايل ښه دی، د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکي په هوسا چاپيريال کې ګډ ژوند کوي او له نېکمرغه په دريو کلونو کې هيڅ ترهګريزه پيښه نه ده رامنځته شوې. د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک د ترهګرۍ ضد د مبارزو او د ثبات ساتلو په چارو کې د حکومت له تدبيرونو څخه ملاتړ کوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای