CRI Online

د امريکا د فېدېکس چټک پست د مالونو لېږد رالېږد شرکت يو ځل بيا ناقانونه کړنه تر سره کړه چې خپلې نښې ته تاوان رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 19:56:22

په چين کې د امريکا د فېدېکس چټک پست د مالونو لېږد رالېږد شرکت په دې وروستۍ موده کې شک دی چې په ناقانونه توګه يې هانکانګ ته منعه شوې چړې ورلېږلې دي. دغه توکي اوس د چين د اړوندو څانګو لخوا نيول شوی دی. له دې وروسته چې دغه شرکت د جون په مياشت کې په ناقانونه توګه له امريکا څخه يو مشتري ته د پست بسته کې چين ته ټوپک ورليږدولی و، يو ځل بيا ناقانونه کړنه تر سره کوي.

د چين د مالونو لېږد رالېږد بازار پټ توان ستر دی او چين د بهرنيو تصديو هرکلی کوي چې پرمختګ ومومي او فرصتونه شريکوي، خو شرايط دا دي چې بايد د قوانينو او اصولو له مخې سوداګريز کارونه تر سره شي. هيڅ تصدۍ او شخص ناقانونه حقونه نه لري. د فېدېکس اکس چټک پست شرکت په چين کې د څه دپاسه دېرشو کلونو کاري سابقه لري او بايد په دې ښه وپوهېږي چې ټوپکونه، چاوديدونکي مواد او منعه شوې چړې په چين کې د هغو توکو په لست کې دي چې د لېږد رالېږد اجازه يې نه شته. د امريکا د مالونو د لېږد رالېږد چارو د لوی شرکت په توګه د دغه شرکت يو لړ کړنې خپلې نښې ته زيان رسوي او سوداګريز اعتبار له لاسه ورکوي. اوس د چين اړوندې څانګې د قانون له مخې پلټنه پيل کړې ده. دغه شرکت بايد له پلټنې سره همکارۍ وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای