د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان پوليسو د سپتمبر په درېيمه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې د روانې مياشتې په دوهمه نېټه په کابل کې د بهرنيانو پر يوه کمپ د موټر بم د چاودنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور ټپيان دي.
د کابل د پوليسو ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د همدې نېټې د شپې په نهو بجو او پنځه څلوېښتو دقيقو بريدګر د دې ښار د نهمې امنيتي حوزې په کابل بای سيمه کې د ګرين ولېج په نوم د بهرنيانو له کمپ څخه بهر د موټربم چاودنه تر سره کړه چې له امله يې د تيلو سټېشن اور واخيست.په دې اعلاميه کې راغلي چې د کابل پوليسو له ياد کمپ څخه شاوخوا څلور سوه بهرنيان ژغورلي دي. افغان طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |