CRI Online

ليو هه د امريکا له سناتور سټيف دېنس او د هغه له ملګرو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 10:06:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم ليو هه د سپتمبر په ۳مه نېټه د بلنې له مخې د امريکا په سنا مجلس کې د دغه هېواد او چين کاري ګروپ له ګډ رئيس سټيف دېنس او د هغه له ملګرو سره وکتل.

ليو هه وويل چې د چين او امريکا اړيکې د نړۍ له ثبات او سمسورتيا سره تړاو لري. چين له سوداګريز اصطکاک سره ټينګ مخالفت کوي، ځکه چې دا د چين، امريکا،حتې ټولې نړۍ لپاره ګټور نه دی. هيله ده چې دواړه خواوې متقابل تفاهم پياوړی کړي، د توپيرونو د لرې کولو لپاره ګډه نظريه پيدا او پراخه کړي او د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ ستونزې حل کړي.

د سټيف دېنس په ګډون امريکايي سناتورانو وويل چې د امريکا او چين اړيکې ډېرې مهمې دي.دوی ليواله ندي چې د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي او سوداګريز اصطکاک وګوري او غواړي چې د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته وده ورکولو کې فعال رول لوبولو ته دوام ورکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای