د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هالنډ صدراعظم مارک روټ د سپتمبر په درېيمه نېټه د اروپايي ټولنې له هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالو له مسئلې سره مقابله وکړي او د کډوالو د منلو لپاره ګډ سيستم جوړ کړي.
نوموړي په همدې ورځ د يونان له صدراعظم کيرياکوس ميټسوټاکيس سره تر ملاقات وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې دواړو خواوو په همدې ورځ د اقتصادي خوځښت،د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا، د کډوالو له مسئلو او اقليمي بدلون سره د مقابلې په باب بحثونه وکړل. هغه د کډوالو مسئلې په هکله وويل چې اروپايي ټولنه بايد پر هغو غړو هېوادونو باندې فشارونه واچوي چې له يادې مسئلې سره مقابله نه غواړي،او د کډوالو د ساتلو لپاره ګډ سيستم جوړ کړي.
ميټسوټاکيس د روټ له نظرونو سره موافقه وکړه او ويې ويل چې د کډوالو مسئله تل د اروپا پر وړاندې ګډه مسئله ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |