د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د کليفورنيا ايالت د سانټا باربارا ولسوالۍ يوه چارواکي د سپتمبر په درېيمه نېټه وويل چې ژغورونکو د دې ايالت په جنوب کې د سانټا کروز ټاپو په شاوخوا سمندرکې د هغې پېښې په ځای کې چې يوې سيلانيزې بېړۍ اور اخيستی،شل جسدونه پيدا کړي، خو تر اوسه پورې څوارلس تنه نور لاهم ورک دي.اوس د ژوندي پاتې شويو وګړو د پيدا کولو کارونه بند شوي دي.
له دغو شلو تنو وژل شويو کسانو څخه يوولس تنه ښځې او نهه تنه نور نارينه وو.
اوس څو قانون اجراکوونکي څانګې د دغې اورلګېدنې د لامل پلټنه کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |