CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۹ کال د باسکيټبال د نړيوال جام د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 10:18:48

 

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۰مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د ۲۰۱۹ کال د باسکيټبال د نړيوال جام د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ. د دغو مراسمو تر پيل مخکې رئيس شي جين پينګ د باسکيټبال د نړيوالې اتحاديې له رئيس هوراسيو موراتوري سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې سپورټ هم د يو هېواد د سمسورتيا او د ابادۍ حتمي نښه ده او هم د خلکو د روغتيا او ښه ژوند يوه مهمه تشکيلاتي برخه ده. چين غواړي د باسکيټبال له نړيوالې اتحاديې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او په چين کې ددې لوبې د عموميت او کيفيت د لوړوالي لپاره هڅې وکړي.

(اواز ۱)

په همدې ورځ شي جين پينګ، د باسکيټبال د نړيوالې اتحاديې رئيس هوراسيو موراتوری ، سرمنشي يې اندريس زاګکليس او د فليپين ولسمشر رودريګو دوتريتی چې له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې، هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و. ټولو ګډونوالو تودې چکچکي وکړې او د خوښۍ نارې يې وهلې.

رئيس موراتوري په خپله وينا کې وويل چې سږ کال د باسکيټبال نړيوال جام د سياليو د جوړيدونکو ښارونو د شمېر، پيمانې او مينوالو د توجه له لحاظه، ډېره عظيمه سپورټي غونډه ده. هغه د چين د ښو مقدماتي چارو ډېره ستاينه وکړه او د زړه له کمې يې مننه وکړه. دغه راز هغه باور څرګند کړ چې د دغه جام اړوندې سيالۍ به په بريالۍ توګه تر سره شي.

رئيس شي جين پينګ د ښاغلي موراتوري په بلنه، د دې جام د پيل اعلان وکړ:

(اواز۲)

اعلان کوم چې د ۲۰۱۹ کال د باسکيټبال نړيوال جام پيل شو.

د باسکيټبال نړيوال جام چې د باسکيټبال د نړيوالې اتحاديې لخوا جوړ شوی، په نړۍ کې د هېوادونو تر منځ تر ټولو لوړيې سويې سيالۍ دي او په هرو ۴ کالونو کې يو ځل جوړيږي. سږنۍ سيالۍ د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر مياشتې تر ۱۵ نيټې پورې په چين کې جوړې او روانې دي .

د دغو مراسمو د پيل مخکې، رئيس شي جين پينګ د باسکيټبال د نړيوالې اتحاديې له رئيس هوراسيو موراتوري سره کتنه کړې وه. له نوموړي سره د کتنې په ترڅ کې هغه وويل چې باسکيټبال په نړۍ کې يوه مهمه اغيزمنه سپورټي لوبه ده او د چين خلک دغه لوبه ډېره خوښوي.

(اواز ۳)

په چين کې د دغه جام تر سره کېدل د چين لپاره يو زيری دی او دغه لوبه د چينايانو خوښه ده. لومړی زه د چين حکومت او چينايانو په استازيتوب او د خپل ځان لخوا د چين د باسکيټبال لوبې سره د باسکيټبال د نړيوالې اتحاديې له مرستې او ملاتړ څخه مننه کوم. د چين حکومت سپورټي چارو ته په درنه سترګه ګوري، باسکيټبال لوبه يوه مهمه اغېزمنه سپورټي لوبه ده او چين د باسکيټبال لوبې پرمختګ او عموميت ته ډېر اهميت ورکوي. د باسکيټبال نړيوالې اتحاديې او د دغه لوبې ښاغلي رئيس په ياد ارګان کې د اصلاح لپاره ډېر کوښښ کړی چې له امله د لوبې نړيواله همکاري پياوړې او ځواکمنه شوې ده. په دې مناسبت د يادې همکارۍ ډېره ستاينه کوم.

رئيس شي جين پينګ باور څرګند کړ چې دغه جام به په بريالۍ توګه تر سره شي.

هغه زياته کړه چې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ کالونو راهيسې، د چين په سپورټي چارو کې سترې بريالوې تر لاسه کړې. سپورټ هم د يو هېواد د سمسورتيا او د ابادۍ حتمي نښه ده او هم د خلکو د روغتيا او ښه ژوند يوه مهمه تشکيلاتي برخه ده. چين اوس د غښتلی سپورټي هېواد د آبادولو په هڅه کې دی. چين غواړي د باسکيټبال له نړيوالې اتحاديې سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او په چين کې ددې لوبې د عموميت او لوړوالي لپاره هڅه وکړي.

هوراسيو موراتوري وويل چې د باسکيټبال د نړيوالې اتحاديې له چين سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د چين د باسکيټبال چارو د پرمختګ لپاره خپل اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای