د پيسو د نړيوال صندوق د رئيس مرستيال جانګ تاو په دې وروستيو ورځو کې وويل چې اقصتادي او سوداګريز اصطکاک د نړيوال اقتصادي پرمختخګ د مخنيوي سبب کيږي.نوموړي له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د څو اړخيز ميکانيزم تر چوکاټ لاندې د مشورو له لارې د اوسني سوداګريز اصطکاک د له منځه وړلو لارې چارې پيدا کړي.
هغه دې ته په اشارې سره وويل چې اقتصادي اصطکاک نړيوال اقتصاد ته ډېر زيانونه رسوي،نو هيله لري چې اړوندې خواوې تر څو اړخيز چوکاټ لاندې يو له بل سره سلا مشورې وکړي او د سوداګريز اصطکاک د له منځه وړلو لپاره لارې چارې پيدا کړي تر څو روڼ او عادلانه سوداګريز ميکانيزم او چوکاټ جوړ شي او د چين او امريکا د اقتصاد په شمول نړيوال اقتصاد ترې ګټې واخلي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |