CRI Online

امريکا د ايران پر فضايي ادارو بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 10:35:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د ماليې وزارت د سپتمبر په ۳مه نېټه د ايران د فضا ادارې او د هغې پر دوو اړوندو څيړنيزو سازمانونو باندې د دې لپاره بنديزونه لګولي چې د بالستيک توغنديو په توغولو کې مرسته کولای شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا ايران ته اجازه ورنه کوي چې د توغنديو د توغولو تجهيراتو د ډيزاين په پلمه د بالسټيک توغنديو ټېکنالوژۍ ته پرمختګ ورکړي.

پومپيو وويل چې دا لومړی ځل دی چې امريکا د باليسټيک توغنديو ټېکنالوژۍ جوړولو په تور د ايران پر فضايي ادارو بنديزونه لګوي. د امريکا له اړوندو مقرراتو سره سم به په امريکا کې د يادو ادارو شتمنۍ کنګل شي او امريکايان ممکن له دوی سره تجارت ونه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای