CRI Online

د چين او عربي هېوادونو ۴م نندارتون به د سپتمبر په ۵مه نېټه پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 10:54:19

د چين او عربي هېوادونو ۴م نندارتون به د سپتمبر له ۵مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د نينګ شيا د هوی قوم کورواکې سيمې په اين چوان ښار کې پرانيستل شي. تر اوسه پورې د ياد نندارتون لپاره بېلا بېل کارونه چمتو شوي. ۱۰۷ پلاوي او څه د پاسه ۲۹۰۰ سيمه ييز سازمانونه، سوداګريزې ټولنې ،ارګانونه او تصدۍ به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.

د روان نندارتون اصلي موضوع نوی فرصت او نوی راتلونکی دی او په ترڅ کې به يې د بنسټيزو تاسيساتو، د توليدي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ ، عالي تخنيک ، انټرنېټ او طبي چارو ، عصري کرهنې ، سيلانۍ ، ډيجيټلي اقتصاد او نورو برخو کې نندارتونونه ، د پانګونو هڅولو غونډې او فورمونه تر سره شي.د ياد نندارتون په وخت کې به تنظيم کوونکي جوړونکي د پانګونې او سوداګرۍ هڅونې يو شمېر فعاليتونه او ۴ اړوندې غونډې او د جيانګ سو ولايت په اړه نور فعاليتونه هم جوړ کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای